د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۹۳ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او اکشن اېډ مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز او بالامرغاب، دره بوم، مقر او سنګ آتش ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۹۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)۲۹۳ کورنیو هرې یوې ته ۳ تختې کمپلې، یو د جامو ژمنۍ کيټ، بوټ او خولۍ، یو د پخلنځي د لوښو کیټ، یوه تخته پلاستیکي فرش او د اوبو د زخیره کولو په موخه دوه پلاستیکي بشکې او د اکشن اېډ مؤسسې له لوري د یونسیف دفتر په مالي ملاتړ ۸۳ کورنیو هرې یوې ته یو روغتیا یي کېټ چې ۱۷ قلمه توکو پکې شتون درلود ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
