د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۱۲ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۲۳:۴۷
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست له لوري د ژغورنې نړیوالې کمېټې IRC سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، ۸۱۲ کورنیو ته چې د تېرو وچکالیو له امله د یاد ولایت په قلعه نو کې زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲,۸۰۰ افغانۍ او په مجموع کې ۲,۲۷۳,۶۰۰ (۲ میلیونه، ۲۷۳ زره او ۶۰۰) افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې. 

نېټه:۱۴۴۶/۷/۱۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲۹
Background image

د افغان بېځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو لپاره د پایداره حل لارو د پیداکولو اړوند مشورتي ناسته ترسره شوه

نن ورځ د پنج شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رها مؤسسې په کوربه توب د افغان بېځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو لپاره د پایداره حل لارو د پیداکولو اړوند مشورتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې او غیر خوراکي مرستې وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Serve Afghanistan موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۵۶
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د حرفوي زده‌کړو ۸۰ تنه زده‌کوونکو ته نغدي مرستې وېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت اړوند د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .