د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۳۶ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۲۱:۲۳
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آماړګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ, د دې ولایت د تګاب عالم، سنګ آتش او غورماچ ولسوالیو اړوند ۸۳۶ اړمنو کورنیو ته تر سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، ۳۰۹ کورنیو هرې یوې ته ۵,۵۳۰ افغانۍ، ۲۷۳ کورنیو هرې یوې ته ۵,۵۰۲ افغانۍ او ۲۵۴ کورنیو هرې یوې ته ۵,۵۲۳ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال څلور میلیونه شپږ سوه دیارلس زره او شپږ سوه اته پنځوس (۴,۶۱۳,۶۵۸) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شکر درې ولسوالۍ کې د اوبو د یو کانال د پاکولو چارې پیل کړې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شکر درې ولسوالۍ په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۳
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د  (AWDERO)  مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۵۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .