د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۸:۱
news image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کنسرن, شلټر او یونیسف موسسو په ملاتړ, د یاد ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د کنسرن موسسې لخوا ۱۰ کورنیو هرې یوې ته یو باب خیمه, د پخلنځي یوه بسته او ۱۰,۹۶۰ افغانۍ, د شلټر موسسې لخوا ۱۰ کورنیو هرې یوې ته ۲۰۰ کیلو اوړه, ۱۸.۲ لیټره غوړي, ۲۵ کیلو دال, ۲ کیلو مالګه, ۱.۵ کیلو پلمپي, ۳ کیلو د جواري اوړه, ۲.۱ کیلو بسکېټ او د یونیسف سازمان لخوا ۱۰ کورنیو هرې یوې ته یو روغتیایي کېټ ووېشل شول.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۳۴
Background image

د  بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خنجان ولسوالۍ کې د ورستیو سېلابونو له امله د تړل شوي عمومي سړک د بیرته خلاصولو چارې بشپړې کړې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د باجګاه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۱ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په سروبي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۱:۲
Background image

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ریاست ۴۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA)  په همغږۍ او د IOM، WFP، UNFPA، AYSO، ADA  او INTERSOS بنسټونو په مالي ملاتړ، د دغه ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .