د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست۱۳۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي  مرستې ووېشلې 

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵۱
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (ASIO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې ۱۳۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د څلور میاشتیو خوراکي  مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کي هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دال، ۲ کیلو مالګه ووېشل شوه. 

نېټه: ۱۴۷۷/۵/۲۸ هـ ق
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې بېلابېل ډول ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د بیړنۍ اړیکې شمېرې (070,8606060) له لارې د ترلاسه شوي اړیکې پر بنسټ، د (MCPA) مؤسسې د دوهم بېړنۍ ځواب وینې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۹:۲۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د رها مؤسسې له رئیس سره وکتل

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د رها مؤسسې له عمومي رئیس محترم محمد یوسف حمید یار او د یادې مؤسسې له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد له خیرخواه کسانو څخه یو کس د پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې په موخه ۱,۶۹۶ جوړه بوټونه دې ادارې ته وسپارل

نن سهار د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد عالم علمیار، د هېواد د یو خیرخواه کس سید احمد سیلاب له لوري له زیانمنو او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .