د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۲۷
sdf

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغا خان (AKAH) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه  لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت  په دوشي ولسوالۍ  کې ۳۱۵ اړمنو کورنیو ته په دوهم  قسط نغدې مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته يي ۴۳۵۰ افغانې ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره یو میلیون او درې سوه او اویا زره او دوه سوه او پنځوس (۱,۳۷۰,۲۵۰) افغانۍ نغدي پيسې ځانګړې شوې وې. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۸ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۹:۲۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د رها مؤسسې له رئیس سره وکتل

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د رها مؤسسې له عمومي رئیس محترم محمد یوسف حمید یار او د یادې مؤسسې له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد له خیرخواه کسانو څخه یو کس د پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې په موخه ۱,۶۹۶ جوړه بوټونه دې ادارې ته وسپارل

نن سهار د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد عالم علمیار، د هېواد د یو خیرخواه کس سید احمد سیلاب له لوري له زیانمنو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په فراه رود او خاک سفید ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۹۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .