د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ سېلاب ځپلو، راستنېدونکو او د معلولینو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مدنیت مؤسسې په ملاتړ، ۴۰۰ سېلابځپلو، راستنېدونکو او د معلولینو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ولایت د رئیس محترم مولوي هدایت همدرد په شتون کې، ۱۰۰ سېلاب ځپلو، ۱۵۰ د معلولینو او ۱۵۰ راستنېدونکو کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، ۶ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، یو پاکټ آش، ۵ کیلو مکروني، ۵ لیټره مایع ظرف شويي، ۵ کیلو بوره او یو پاکټ چاکلیټ ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
