د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۰
تصویر خبر

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست وروستیو زلزله ځپلو ته د رسېدنې ولایتي کمېټې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۱۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې ۱۰ کورنیو ته چې د زیانونو کچه یې زیاته وه، هرې کورنۍ ته ۳۰,۰۰۰ افغانۍ او ۱۰۴ نورو کورنیو ته چې د زیانونو کچه یې کمه وه، هرې کورنۍ ته ۵,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اته سوه شل زره (۸۲۰,۰۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

د یادونې وړ ده، چې د ولایت په کچه نورو زیانمنو کورنیو ته هم د رسېدنې بهیر دوام لري.
 
نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو لپاره د سرپناه جوړولو کار پیل شو

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د COAR موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ۱۵۰ زیانمنو کورنیو لپاره چې د تېرې زلزلې له امله یې کورونه په بشپړ ډول. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۴۹
Background image

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د خاورین حفاظتي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چمتال ولسوالۍ اړوند په صدمیش کلي کې د خاورین حفاظتي دېوال د جوړولو چارې پیل کړې.

د یاد ریاست د مسؤلینو په وینا، د دې پروژې د پرانیستې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۰:۱۹
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د شهیدانو ۱۲۰ ورثه کورنیو ته خوراکي او غیرخوارکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې د شهیدانو ۱۲۰ ورثه کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .