د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۹۵ کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په البرز ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۱۲۹۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې، ۳۰ پاکټه پلمپي او ۲ پاکټه سوپر سیریل ووېشل شول. د یاد شمېر کورنیو لپاره ټولټال درې میلیونه او اووه سوه او پنځه پنځوس زره او پنځه سوه (۳،۷۵۵،۵۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
