د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۲۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د مشروطو او غیرمشروطو مرستو د پروژې تر نامه لاندې، د دې ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې ۱,۳۲۲ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
