د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۷۸ مستحقو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Muslim Hand مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، او د IOM سازمان په همغږۍ د دې ولایت د مرکز په بېلابېلو ناحیو او د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۴۷۸ مستحقو او زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د شولګرې ولسوالۍ ۲۵۰ کورنیو هرې کورنۍ ته د Muslim Hand مؤسسې له لوري ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو شین چای، ۲ تختې کمپلې او یو کیټ ژمنۍ البسه ووېشل شوه او همدارنګه د یاد ولایت په مرکز کې د IOM سازمان لخوا ۲۲۸ کورنیو هرې یوې ته یو د ژمنۍ البسې کیټ او ۱۳،۲۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره درې میلیونه او نه زره او شپږ سوه (۳,۰۰۹,۶۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
