د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۶ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د معلولینو او معیوبینو ۷۶ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې یاد شمېر کورنیو ته ټولټال ۹۱ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۶۰ کارټن مګي آش، ۹۰ کارټن بسکېټ او ۴۴۵ کیلو بوره ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره