د تخار ولایت د دشت‌قلعه ولسوالۍ په لایقه کلي کې د ګبیوني چکډمونو د پروژې کار پیل شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۶:۳۱
تصویر خبر

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دشت‌قلعه ولسوالۍ په لایقه کلي د ګبیوني چکډمونو د پروژې کار د ولسوالۍ مقام، د کلیو پراختیا ریاست، د دشت‌قلعه د سیندیزې حوزې، قراردادي شرکت او د سیمې د خلکو په ګډون په رسمي ډول پیل کړ.
یاده پروژه، چې ۱۰۸۰ متره مکعب حجم لري  د ۲،۱۶۶،۴۰۰ افغانیو په مجموعي ارزښت، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري پلي کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، لسګونه هستوګنیز کورونه، د اوبو د کانالونو سیستم او مواصلاتي لارې د موسمي سېلابونو له ویجاړۍ څخه خوندي پاتې شي. سربېره پر دې، دا پروژه به د ځمکې لاندې اوبو په تقویه کې مرسته وکړي او د پلي کېدو په بهیر کې به یې له زرو ډېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۲:۲۹
Background image

په کندهار ولایت کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې د DRC ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټېم QRT، د یاد ولایت د دامان ولسوالۍ په پنځلسمه او شپږمه ناحیه کې ناچاوده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۵۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۴۶
Background image

په تخار ولایت کې د اومر ماین پاکۍ موسسې د پوهاوي ورکولو له روزنیزو پروګرامونو څخه څارنه وشوه

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست په کلفګان ولسوالۍ کې د اومر ماین پاکۍ مؤسسې د پوهاوي ورکولو روزنیزو پروګرامونو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه.
یاد پروګرامونه له پېښو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .