د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ کورنیو ته د سرپناه د ترمیم لپاره نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د مشن اېسټ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، ۲۰۰ کورنیو ته چې کورونه یې د دې ولایت په اشکمش، فرخار او چال ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وو، د سرپناه د ترمیم لپاره له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۳,۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوه میلیونه او اووه سوه څلوېښت زره (۲,۷۴۰,۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
