د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۴ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۳۷
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د فیض آباد ولسوالۍ او مرکز شبرغان ښار اړوند ۸۴ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۳,۰۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او شپږ نوي زره او دوه سوه (۱,۰۹۶,۲۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۰۱۲ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د متحده عربي اماراتو هېواد، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، OHW او د ASIO مؤسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په دره صوف بالا او حضرت سلطان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۴۱
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په آسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو (CWSA) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۳۷
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۸ اجباري راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت اړوند د باغ پل ښارګوټي د کډوالو په پنډغالي کې هستوګن له ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۰۸ اجباري راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته له سروې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .