د خبر اصلاح

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۲
تصویر خبر

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت نن ورځ ۱۱:۳۰ بجې د یو رسنیز کنفرانس په لړ کې د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ د تېرې ورځ د زلزلې له امله د مړینو شمېر ۲۰۵۳ او د ټپیانو شمېر یې ۹۲۴۰ کسان راپور ورکړ. اوس مهال په سیمه کې د بېړني حالت له امله د ټیمونو لخوا ضد و نقیض راپورونه را رسېدلي چې پورتنۍ شمېرنې صحیح نه دي او د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د دغو ارقامو د خپرولو په اړه د افغانستان په ځانګړې توګه د هرات ولایت له ملت څخه بخښنه غواړي.
تر دا مهال د ټپیانو او شهیدانو دقیق شمېرنې ۲۰۵۳ کسان او د ویجاړ شویو کلیو د نفوس شمېر ۹۲۴۰ کسان دي چې د دې زلزلې له امله راپور ورکړل شوی.
د شهیدانو او ټپیانو شمېر: ۲۰۵۳ کسان
د زیانمنې سیمې نفوس: ۹۲۴۰ کسان

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .