د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰۰ کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د OCHR مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په پاتو ولسوالۍ کې ۵۰۰ مستحقو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د حفظ الصحې یوه بسته او د اوبو د تصفیه کولو ټابلیټ ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو تر وېش وړاندې د سیمې ۳,۵۰۰ اوسېدونکو لپاره د حفظ الصحې په اړه د پوهاوي ښوونیز پروګرامونه هم ترسره شوي دي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
