د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۱۳۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۲۳:۴۳
تصویر خبر

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د لوږې پر وړاندې د مبارزې موسسې (AAH) په مالي ملاتړ, د پاتو ولسوالۍ په زرغاب کلي کې ۱۳۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې ووېشلې.
د یادونې وړ ده, چې په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هر کس ته ۸,۵۰۰ افغانۍد کار په بدل کې ووېشل شوې.
دا مرستې "د کار په بدل کې نغدي مرستې" په چوکاټ کې د خلکو د زیانمنتیا کمولو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د هغوی د وړتیا پیاوړي کولو په پار ترسره شوې.

نېټه: ۱۴۴۶/۹/۰۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۲:۳۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزی او د هغه له مل پلاوي سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له هغو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره، چې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو له کمېسیون څخه یې ترلاسه کړي وو، د یاد ولایت بېلا بېلو ولسوالیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .