د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پېښو ته د رسېدو کمېسیون ناسته وشوه.

rahyab
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۲۲:۱۰
news picture

په یاده ناسته کې هم د تېر په څېر د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو د ستونزو په حل خبرې اترې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال پېښو ته د رسېدو کمېسیون اړوندو ادارو کارونه و ارزول او اړوندو مسؤولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال دې زیانمنو شوو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند پر دې سربېره ټینګار وکړ، چې د ولس خدمت او د هغوی د ستونزو حلول د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دی او دوی به په پوره ژمنتیا سره دا کار کوي. محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند همدارنګه د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د مرستو په وېش کې هم د شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې اړوند.
وزارتونه او ادارې باید په ډېر شفاف ډول زیانمنو شوو ته مرستې تقسیم کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند پېښو ته د رسېدو کمېسیون ټولو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې دې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ونیسي. پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړو وزارتونو او ادارو وویل؛ هغه ولایتونو ته په کومو کې، چې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي په وخت د مرستې ټیمونه لېږلي او تر ډېره یې له زیانمنو شووخلکو سره لومړنۍ مرستې کړې دي. د یادولو وړ ده،چې د تېرې یوې میاشتې‌په جریان کې په هېواد کې د راغلو سېلابونو له امله ۱۹۴ کسان شهیدان او ۲۶۵ ټپيان شوي، ۶ لکه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې،  په زرګونو څاروي له منځه تللي او په سلګونو کانالونه، کارېزونه، کوچني بندونه او استنادي دېوالونه خراب شوي دي.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۷۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف او خنثی شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکی د انسجام او همغږی ریاست له لوري، د 0708606060 بیړنۍ شمیری سره د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د قشلاق تپه ۲ چاه جنګان کلي د خلکو د اړیکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۹
Background image

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC ماین پاکۍ موسسې د پنځم چټک غبرګون ټیم د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .