د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۱۸۱ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په صیاد ولسوالۍ کې ۲,۱۸۱ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته، ۳ بورۍ اوړه، ۱۵ لیټره غوړي، ۱۸.۷۵ کیلو دال او ۱.۵ کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
