د سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په مناسبت  پېښو ته د رسیدو په چارو کی  د دولت وزارت مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم پیغام

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۲۰:۵
تصویر خبر

سرې میاشتي ټولنه د یو بشردوستانه او مرستندویه ملي سازمان په توګه، سرې میاشتې غورځنګ د بنسټیزو اصولو پراساس د خپل تاسیس راهیسې فعال دی، چې د انسان دوستۍ، بې طرفۍ، رضاکارانه خدماتو، یووالي او نړیوالتوب په برخه کې شامل دي. او فعالیت کوی.د بشری خدمتونو په برخه کښی  د افغانستان اسلامی امارت سره همکار دی
افغاني سرې میاشتې د خپلو اسانتیاوو په لرلو سره د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له قربانیانو، بې کوره او بې سرپناه خلکو سره د مرستې په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري او تل یې هڅه کړې چې بشري خدمتونه وړاندې کړي
د دې ملي ادارې اغیزمن او رضاکارانه فعالیتونه، سیلاب ځپلو، داخلي بې ځایه شویو او د زړه سوري ماشومانو سره د مرستې په برخه کې، د ستاینې وړ دي.
څرنګه چې د دې خاورې اوسيدونکي له طبيعي پيښو اغيزمن شوي دي، نو د سرمياشتې زياتو صادقانه او بشردوستانه کړنو ته اړتيا لري، زه پوره باور لرم چې د سرې مياشتې کارکوونکي او رضاکاران د بشرپالنې د اصولو پر بنسټ د بشري فعاليتونو د پراخولو په لاره کې بې پریتوب  کار او خپل فعاليت کوی
د میزان د میاشتې ځانګړې اونۍ هر کال په ټول هیواد کې د همکارۍ او له خلکو څخه د مرستو د ترلاسه کولو د فرهنګ د عامولو په موخه په لاره اچول کیږي، څو له زیانمنو خلکو سره مرسته وشي.
دې ته په پام سره چې سرې میاشتې د خلکو په ملاتړ تکیه کوي او د بشري کړاوونو، زیانونو او خطرونو کمولو په موخه ارزښتناک او ګټور خدمتونه وړاندې کوي، د مادي او معنوي حمايت مستحق دی، نو له همدې امله د خصوصي شرکتونو، پانګه والو، کسبګرو، د وسایطو له خاوندانو او کارکونکو په ګډون د هېواد له ټولو خلکو څخه غواړم چې په دې برخه کې د سرې میاشتي اداري سره همکاري او  د نغدو پیسو، د یوې ورځې عاید او معاش  په رضاکارانه توګه مرسته او ملاتړ وکړی
په پای کې د لوی خدای (ج) له دربار څخه د سر میاشت ادارې کارکوونکو، رضاکارانو او  غړو ته د وړ او بشري خدمتونو په ترسره کولو کې د بریالیتوب دعا کوو.
و من الله تو فیق

تصویر خبر

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۷:۴۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن ‌اېډ موسسې ترمنځ د درې سوه، اته شپېته زره او پنځه سوه اته اتیا  (۳۶۸،۵۸۸) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د اکشن اېډ موسسې له رئیس، محترم سری کانتا میسرا سره په خپل کاري دفتر کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۷:۱۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د پیاوړتیا لوړولو چاپيریال ساتنې او بشري مرستو موسسې ترمنځ د ۴۰،۵۶۳ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه 

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د REHA موسسې له اجرائیوي رئیس، محترم محمد یوسف حمیدیان سره په خپل کاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۶:۵۹
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۳ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ (Action aid) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ،. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .