د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM او د WFP سازمانونو په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مرکز او حضرت سلطان ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۷۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې د IOM سازمان له لوري هرې کورنۍ ته د پخلنځي یو کېت, درې تختې کمپلې, دوه عدد سولري څراغونه, دوه د اوبو بشکې, یو تخته ترپال او ۵ هغو کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو, هرې کورنۍ ته د یادو توکو سربېره یو باب خیمه او د WFP دفتر له لوري هرې کورنۍ ته ۸ بورۍ ۲۵ کیلویي اوړه, ۲۵ کیلو دال, ۲۰ لیټره غوړي, ۲ کیلو مالګه او ۲.۲ کیلو بسکېټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
