د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۱۷ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې وېشلې
د سمنکان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بیړنیو حالاتو کمیسیون له بودجې څخه د یاد ولایت په مرکز کې، د وروستۍ زلزلې له امله ۹۱۷ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې چې د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه، ۱۹۸ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته ۷،۰۰۰ افغانۍ او ۷۱۹ کورنیو ته چې کورونه یې په قسمي توګه ویجاړ شوي وو، هرې کورۍ ته ۴،۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ډاډ ورکړ، چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ته به د ولایت په کچه ورته مرستې دوام ولري.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
