د سمنګان ولایت په خرم سرباغ ولسوالۍ کې د یو استنادي دیوال کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۲۰:۵۷
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ, د خرم سرباغ ولسوالۍ په خدریان کلي کې یو استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپاره.
یاد دیوال د ٤٦ مترو په اوږدوالي، ٣ نه تر ٨٠ سانتي متره پلنوالي او ٦.٥ مترو په لوړوالي د ١,٨٦٢,٣٠٠ ( ١ میلیون، ٨٦٢ زره او ٣٠٠) افغانیو په لګښت، د ٤٠ ورځو په موده کې جوړ شو.
دا دیوال په یاده سیمه کې د سېلاب د خطر کمولو او مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.
د دې پروژې د پرانستې مراسم له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس مولوي احسان الله احسان، سیمه ییزو مسؤلینو او د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې د پلاوي په شتون کې ترسره شول.
د سیمې خلکو له دی پروژې څخه قدرداني او خوښي څرګنده کړه.

نېټه: ١٤٤٦/٧/١٣
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بغلان ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګی ریاست ۶۵۰ مستحقو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او (ASIO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخی، چې د پروژې تمویل کونکی يې د خوړو نړیوال پروګرامWFP  دی د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۱۶
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین په کاپیسا کې د هغو ۱۲ ډبرو د ویجاړولو له بهیر څخه چې د ښویېدو امکان یې شتون درلود څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو له رئیس, محترم الحاج مولوي اختر محمد خادم او یو تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۷
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز او اندر، ده یک، رشیدان، واغظ او قرباغ ولسوالیو کې ۲۲۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .