د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۸ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۶:۳۴
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARR Japan مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې ٤١٨ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ٢٤,٥ کیلو وریجې، ٧ کیلو بوره، ٨ کیلو لوبیا، ١ کیلو شین چای، ١٠ لیټره غوړي او ١ کیلو مالګه ووېشل شوه. 
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس، محترم مولوي حمد الله بشیر له زیانمنو شویو کورنیو سره د نورو هر ډول مرستو د کولو ژمنه وکړه او په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوند مسؤلینو څخه مننه وکړه او هغوی ته یې د خیر دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۳:۱۹
Background image

د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شوی

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اومر ماین پاکۍ مؤسسې د ۰۵ (OMAR-QRT-05) چټک ځوابوېینې ټیم سره په همغږۍ، د دې ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په قره شیخي کلي کې، ۱ عدد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۳:۴
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبا رزې آمادګۍ ریاست ۲۵ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د عدالت د پیاوړتیاو او مدني ټولنې (JCSSO) مؤسسې سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویلوونکې یې (OCHA-AHF) دفتر دی، د پنجشیر ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست  ۱۰ کورنیو ته خوراکي او غير خوراکي مرستې ووېشلې

 د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۰ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکی توکو مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې هرې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .