د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵ تنو روغو شویو روږدو کسانو ته حرفوي وسایل ووېشل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AYSO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د یاد ولایت اړوند ۵۵ تنو روږدو کسانو ته له درملنې وروسته حرفوي وسایل ووېشل.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون ۲۵ تنه نارینه وو ته ۴۰ قلمه بریښنایي وسایل او ۴۰ قلمه د موبایل جوړونې وسایل او ۳۰ تنه ښځینه وو ته د مهروو ګنډلو او چرمو ګنډلو وسایل د حلالې روزۍ د پیداکولو په موخه ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
