د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۴۷ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هنګري د نړیوالو مرستو د موسسې (HIA) په مالي هکارۍ، د یاد ولایت په خواجه موسی ولسوالۍ کې ۱,۶۴۷ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲,۹۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال ۴,۷۷۶,۳۰۰ (څلور میلیونه او اووه سوه شپږ اویا زره او درې سوه (۴,۷۷۶,۳۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
