د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۳ کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې
د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ورلډ ویژن مؤسسې په ملاتړ، د "ټولنیز چلند او ژوند ژغورنې مرستې له لارې د انعطاف رامنځته کولو" پروژې په چوکاټ کې، د دې ولایت په چهلګزي ولسوالۍ کې ۲۳۳مستحقو کورنیو ته د لومړي او دویم پړاو نغدي مرستې وویشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د ۴۲.۸ ډالرو معادل ۵,۸۴۲ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره یو میلیون او درې سوه یو شپېته زره او یو سل او شپږ اتیا (۱,۳۶۱,۱۸۶) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۲/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
