د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۷۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او دOCHR مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په المار ولسوالۍ کې ۵۷۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۲ کیلو لوبیا، ۲ کیلو دال نخود او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
