د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته نغدې مرستې وویشلې
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رازي موسسې په مالي همکارۍ، له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباري ډول راستنېدونکو او د یاد ولایت د مرکز په پنځمې او شپږمې ناحیه کې مېشتو ۳۰۰ کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵,۱۶۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه یو میلیون او پنځه سوه او اته څلوېښت زره (۱,۵۴۸,۰۰۰) افغانۍ کیږي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
