د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل شول
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې د تخنیکي ټیم د همغږۍ له مخې، د دې ولاست د دشت رود ولسوالۍ په ساج کلي کې له تېرو جګړو څخه پاتې شوې چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه خنثی کړل.
د دې عملیاتو په ترڅ کې، یو فیر د هاوان ۸۲ ملي مترۍ مرمۍ او OG7 ډوله ۴۰ ملي مترۍ د راکټ مرمۍ، چې د سیمه ییزو اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی وو، کشف او په خوندي توګه له منځه یوړلې.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري سیمه ییزو وګړو ته وویل شول چې د هر ډول مشکوک او چاودېدونکي توکي د لیدو په صورت کې دې له اړونو مسؤلینو سره اړیکه ونیول شي ترڅو یاد توکي په وخت له منځه یوړل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
