د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۱۰
news image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په همغږۍ، د یاد ولایت اړوند ١۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو غنم او ٢٥ کیلو وریجې ووېشل شوې او همدارنګه له یاد شمېر کورنیو څخه ٢٧ کورنیو ته، چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، یو د یونیسف د ژمنۍ البسې کېټ او یو د یونیسف د پخلنځي کېټ هم ووېشل شو.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه او د ورته نورو مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/٢٦هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۵۳
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲۵ کورنیو ته د سبزیجاتو تخمونه ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په برکه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۳۵
Background image

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ګبيون استنادي دیوال د جوړولو کار بشپر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو 

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مزار شریف ښار کې ۴۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو موسسو په ملاتړ، د مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو اړوند ۴۰ کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .