د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۳۷
تصویر خبر

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له هغو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره، چې زلزله ځپلو ته د رسېدنې له کمېسیون څخه یې ترلاسه کړې وې، د ولایت مقام د حکم پر بنسټ او د کمېټې د غړو په شتون کې ۱۲ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. 
په دې لړۍ کې، ۵ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، یوه بسته خوراکي توکي، د یونیسف له مرستو څخه یوه بسته جامې، ۶ کیلو خرما، ۴ کارټن بسکېټ او یو ترپال ووېشل شو. همدا راز، ۷ نورو کورنیو هرې یوې ته سربېره پر دغو توکو، د یونیسف له مرستو څخه د پخلنځي د توکو یوه بسته هم ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د خوښي په څرګندولو سره د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه قدرداني وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۲:۴۹
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۳ زیانمنو کورنیو ته د شلټر(کور) جوړولو او ترمیم لپاره نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAART موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، ۶۳ کورنیو ته د شلټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۲:۶
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره، د یاد ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۰۳۰ زیانمنو کورنیو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی کړل شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې د تخنیکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .