د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۵۳
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د RRDPO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، چې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په مرکز مهترلام او د عليشنګ، علینګار، قرغیو، فراشغان او دولت‌شاه ولسوالیو کې ۲۵۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.

دغه مرستې په دوو پړاوونو کې د مهترلام مرکز او علیشنګ، علینګار، قرغیو، فراشغان او دولت‌شاه ولسوالیو ۲۳۶ زیانمنو کورنیو سره ووېشل شوې، چې په لومړي پړاو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۲ کیل غوړي، ۲۵ کیلو دال او ۲ کیلو مالګه ووېشل شوه. همدارنګه، د مرستو په دویم پړاو کې د مرکز مهترلام او د علینګار او قرغیو ولسوالیو ۱۹ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او یو کیلو مالګه ووېشل شوه.

د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د دغو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د RRDPO مؤسسې څخه یې مننه وکړه چې د اړتیا پر وخت د زیانمنو کورنیو لاسنیوی کوي او بشري مرستې ورته رسوي.

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو بنسټونو له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دغه ډول بشري مرستو دوام د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو او د هغوی د ژوند د وضعیت په ښه والي کې مهم رول لري. دغه ریاست همدارنګه ډاډ ورکړ چې د همکارو بنسټونو په همغږۍ به د ولایت په کچه د قدرتي پېښو زیانمنو ته د رسېدنې بهیر دوام ولري.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۷
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٧ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په حصه اول، عنابه او پریان ولسوالیو کې ٧٧ کورنیو ته، چې کورونه یې د وروستیو قدرتي پېښو له امله په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۲:۸
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د د١٤٤٨/١/١٥ نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥١ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM دفتر، د ماشومانو د ملاتړ موسسې، د هنګري دفتر، د ورلډویژن دفتر او د آی ایم سي موسسې په مالي ملاتړ،  د یاد ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .