د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۲:۱
news image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WFP سازمان په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز مهترلام او الینګار ولسوالۍ کې ۲۵ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 
 په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال او ۱ کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادونې ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ورکولو په پار خوښي څرګنده کړه او د ورته نورو مرستو غوښتنه یې وکړه.

نېټه: ۱۴۴۶/۱/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۳۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۳۰ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۴۴
Background image

د ارزګان ولايت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ رياست ۱۵۰ زیانمنو کورنيو ته خوراکي او غيرخوراکي مرستي ووېشلې

د ارزګان ولايت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ رياست، د یاد ولایت په دهراؤد ولسوالۍ کي د طبیعي پېښو له امله ۱۵۰ زیانمنو کورنيو ته له سروې وروسته خوراکي او غيرخوراکي مرستې ووېشلې
په دې لړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۵ شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابی په لارښوونه، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام سره په همغږۍ، د کامدېش ولسوالۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .