د سېلابونو له امله د پروان–بامیان تړل شوې لویه لاره بېرته پرانیستل شوه
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اعلان وکړ، چې د شینواري ولسوالۍ په برج ګلجان سیمه کې، د پروان–بامیان لویه لاره، چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله تړل شوې وه، د پاکولو چارو له بشپړیدو وروسته د تګ راتګ پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
دا لاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماشینرۍ ټیمونو او د پروان ولایت د ټولګټو ریاست په هڅو پاکه شوې ده. همدارنګه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ولایتي کمېټې ټیمونه سیمې ته استول شوي او د لارې په بېرته پرانیستلو کې یې اغېزمن رول لوبولی دی.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ډاډ ورکړی، چې د زیانمنو شویو کسانو د ستونزو د حل او د لا زیاتو زیانونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره شوي دي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
