د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۲۲ زیانمنو شوو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړېوال سازمان (IOM) په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په علیشنګ، علینګار، دولت شاه او فراشغان ولسوالیو کې ۴۲۲ زیانمنو شوو کورنیو ته له سروې وروسته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه د پخلنځي بسته چې ۲۵ قلمه توکو پکې شتون درلود، یو د کمپلو کیټ او له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۹۱ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توکه ویجاړ شوي وو هرې یوې ته یو باب خېمه هم ووېشل شوه.
د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د مرستو د وېشلو پر وخت زیانمنو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې په هر ډول حالت کې به هغوی ته رسېدنه او ملاتړ کوي.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه د مرستو د ورکولو له امله مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
