د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRDPO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالی کې ۴۵ زيانمنو کورنيو ته د دویم پړاو خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال ، ۱ کیلو مالګه، سوپر سريال او مغزي حلوا ووېشل شوه.
مرسته اخيستونکو خوښي وښوده او له پېښو سره د مبارزې آمادګی ملي ادارې او همکارې موسسې څخه يې مننه وکړه چې د زيانمنو کورنيو پر وخت لاسنیوی کوي او مرستې ورته رسوي.
نېټه:۱۴۴۷/۵/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
