د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۵ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۶۵ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې، د پخلنځي ۱ بشپړکيټ، د کور جوړولو ۱ بيړنی کېټ، ۱ هايجن کيټ، ۱ پلاستيکي فرش، د کمپلو ۱ کيټ، سولري څراغونه او يو باب خيمه وویشل شوه.
نېټه: ۲۷/۳/۱۴۴۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره