د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۷ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۳۴
news image

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ناروې د کډوالو شورا (NRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په علینګار، عليشنګ او دولت شاه ولسواليو کې ۷۷ زيانمنو کورنيو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسوولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۹,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال اووه سوه  څلور پنځوس زره او شپږ سوه (۷۵۴,۶۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۶ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام او د کلیو د پراختیا او بیا رغونې ریاست سره په همغږۍ، د دې ولایت د مزارشریف ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۱۹۵ مستحقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۸
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۰:۲۹
Background image

په هلمند ولایت کې ناچاوده توکي خنثی کړل شول 

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د آریانا ماین پاکۍ مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې، په بریالیتوب سره چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل. 
د یادې مؤسسې MAP. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .