د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ګاز نیونې قربانیانو ته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي بیړنۍ مرستې ووېشل شوې
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له محترم مقام سره په همغږۍ، د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ په زعفرانو کلي کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباري توګه د راستنې شوې یوې کورنۍ ته، چې د ګاز نیونې له امله یې ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، له سروې وروسته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې یادې کورنۍ ته نیم ۳.۵ کیلو لوبیا، ۳.۵ کیلو نخود، ۳.۵ کیلو شیرینۍ، ۱ بورۍ وریجې، ۴۰ کیلو بوره، ۴ کیلو تور چای، ۲ تختې کمپلې، ۳ تختې ترپال، ۴ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه او ۱۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
د یاد ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګی محترم رئيس قاري خيرمحمد غازي ويلي دي، چې ياد کسان د کار موندلو په موخه کابل ولایت ته تللي وو، چې د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي، د نوموړي د معلوماتو له مخې په مړو شویو کسانو کې ۵ تنه هلکان، ۲ تنه انجونې او يوه مېرمن شامله ده.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
