د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۱۱۵ کونډو او یتیمانو د کورنیو سره خوراکي مرستې وکړې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۴:۱۲
news image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ترکیه او جرمني ستلپ بنسټ په مالي ملاتړ، د ۱۱۵ کونډو او یتیمانو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ اوړه ۵۰ کیلویي، یوه بورۍ وریجې ۲۴.۵ کیلویي، ۱۰ لیټره غوړي، ۳.۵ کیلو لوبیا، دوه کیلو بوره، ۲ قُطۍ رُب، ۴ پاکټه مکروني، یو کیلو شین چای، دوه کیلو مالګه او ۲ عدده صابون ووېشل شول. په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یاد بنسټ څخه مننه او قدرداني وکړه او د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۶/۶/۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۲
Background image

د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د بهارستان لوړ غره په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

نن ورځ د دو شنبې په سهار د ۲۹/۱۲/۱۴۴۷ هـ.ق نېټه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئيس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۴
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو او اجباري راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د رازي موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز په ۵ او ۶ ناحيه کې ۳۰۰ مستحقو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۵۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې او د HOPA موسسې ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .