د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٠ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۲۱
news image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د IOM او WFP دفترونو په ملاتړ، ٣٠ هغو کورنیو ته چې د یاد ولایت په ازره ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د WFP سازمان لخوا هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو دال، ۱۸.۲ کیلو غوړي، ۲ کیلو مالګه، ۲.۱ کیلو بسکېټ، د ماشومانو لپاره ٣ کیلو مغذي مواد، د مېندو لپاره ٦ کیلو مغذي مواد او د IOM سازمان لخوا هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، یوه بسته د پخلنځي توکي، دوه عدده سولري څراغونه، یو تخته پلاستیکي فرش او یو عدد جارو ووېشل شول. 
همدارنګه، له یادې جملې ٢ کورنیو ته، چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خېمه هم ووېشل شوه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۵۳
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲۵ کورنیو ته د سبزیجاتو تخمونه ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د JCSSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په برکه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۴:۳۵
Background image

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ګبيون استنادي دیوال د جوړولو کار بشپر او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو 

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مزار شریف ښار کې ۴۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو موسسو په ملاتړ، د مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو اړوند ۴۰ کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .