د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۲۰ زیانمنو او کډوالو کورنیو سره د خوراکی او غیری خوراکی توکو مرسته وکړل

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۲:۴
news

نن ورځ یک شنبه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست  ۱۷ راستنیدونکو کډوالو او ۱۰۳ کورنۍ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیری خوراکي توکې وویشل چي د مرستو د ویش پر مهال دیاد ریاست رئیس مولوی فیض الله جلالی او مسؤلینو په شتون کې توزیع شول  او ۳۰ با سواده خلکو ته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لاسته راوړنو او خدمتونو معلوماتي بروشر ورکړل شول.

په یادو مرستو کې (۱۷) کورنیو ته چې هرې کورنۍ ته (۱) بورې ۵۰ کیلویی اوړه، (۱) من بوره، (۱) کیلو تور چای، (۱) عدد د یونیسف مؤسسې هایجن کیټ، (۱) عدد د یونیسف مؤسسې ژمنې البسه، (۲) عدده د غذا خوری سیټ، ۲۸ پاکټه کلورین ټابلیت، (۱) جلد د یونیسف مؤسسې د لاس مینځلو لارښود شامل وو، او ۱۰۳ کورنیو ته چې هر کورنۍ ته (۱) بورې ۵۰ کیلویی اوړه، (۵) کیلو بوره، (۱) کیلو تور چای، د اوبو سطل، (۱) عدد د یونیسف مؤسسې د اوبو بوشکه، (۱) جلد د یونیسف مؤسسې د لاس مینځلو لارښود، (۲۸) پاکټه کلورین ټابلیت شامل دي چې وروسته له سروې توزیع کړل شوه.

د مرستې د توزیع په مهال د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوی فیض الله جلالی کډوالو او زیانمنو کورنیو ته وویل، موږ تل هڅه کوو چې د طبیعی او غیری طبیعی پېښو له امله زیانمنو کورنیو ترڅنګ د کډوالو کورنیو هم لاس نیوۍ وکړو او په راتلونکی کې به ورته د لا زیاتو مرستو زمینه برابره شي. 


نیټه: ۱۴۴۷/۶/۱۰ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۷
Background image

د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ویالې د ترمیم او د خوړ او ویالې د پاکولو کار پیل شو 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د غونډۍ کلا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین د کابل ښار د شهدای صالحین په غره کې د خطرناکو ډبرو د ویجاړولو د پروژې تسلیمي واخیسته 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو رئیس، محترم حاجي اختر محمد خادم، د کابل ولایت پېښو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .