د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په جغتو ولسوالۍ کې د ۳ لویو حوزو فرعی سړکونه د تګ راتګ پرمخ پرانیستل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۹:۴۵
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اضطرار له بودجې څخه په ګټې اخیستنې سره، د دې ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د زیاتې واورې د ورښت له امله د آبتله، باریکاب او کنډ قول حوزو تړل شوي فرعی سړکونه له واورو څخه پاک او د خلکو او نقلیه وسایطو د تګ راتګ پر مخ بېرته پرانیستل.

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس، مولوی احمد شاه ذهین، ټینګار کوي، چې د یاد ریاست د کاري ټیم له لوري هڅې روانې دي ترڅو د خپلو امکاناتو په کارولو سره په نورو ولسوالیو کې هم هغه فرعي سړکونه د خلکو او نقلیه وسایطو د تګ راتګ پر مخ بېرته خلاص کړي چې د واورو له امله تړل شوي.

نېټه:۱۴۴۷/۸/۰۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۴۳
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګدام څخه لیدنه وکړه او د مرستو په مدیریت کې یې پر روڼتیا او نظم ټینګار وکړ

د پېښو چارو د انسجام معین محترم الحاج ملا عبدالوالی څارنوال (حاجي وارث)، پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې، د منظم کاري پلان له مخې او په نورو ولایتونو کې د مرستندویه توکو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۱۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۳
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳۸ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د عدالت د پیاوړتیا او مدني ټولنې د پراختیا مؤسسې(JCSSO) ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم‌نامې له مخې، چې د یادې پروژې تمویل کوونکی OCHA-AHF دی، د پنجشیر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .