د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نرخ ولسوالۍ کې د یوه خوړ د پاکولو کار پیل کړ
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د عمرخېل په سیمه کې د "عثمان خوړ" پاکولو کار پیل کړ.
په همدې موخه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي احمد شاه ذهین، د تخنیکي ټیم په ملتیا د نرخ ولسوالۍ له عمرخېل سیمې څخه لیدنه وکړه او د ۳۵۰ متره په اوږدوالي د عثمان خوړ پاکولو د پروژې کار یې پرانیست.
.
د معلوماتو له مخې، د یاد خوړ د پاکولو لومړنۍ سروې څه موده وړاندې ترسره شوې وه. د دې پروژې د پلي کولو په موخه د ماشینرۍ د کرایې لپاره، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بودجې څخه ۹۰,۰۰۰ افغانۍ منظورې شوې دي.
ټاکل شوې ده، چې د یادې پروژې له بشپړېدو وروسته به د عمرخېل سیمې د اوسېدونکو کورونه، کرنیزې ځمکې او حاصلات د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او د قدرتي پېښو د احتمالي زیانونو کچه به راکمه شي.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي احمد شاه ذهین د ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې د ولایت په کچه به د وقایوي پروژو د پلي کولو لړۍ ته دوام ورکړي او د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته به پر وخت رسېدنه وشي.
