د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نرخ ولسوالۍ کې د یوه پل د ترمیم او بیارغونې کار پیل کړ

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۵
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د سره‌پله په سیمه کې د سور پل د ترمیم او بیارغونې کار رسمآ پیل کړ.

یاد پل د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوی و، چې له امله یې د سیمې د اوسېدونکو تګ راتګ له جدي ستونزو سره مخ شوی او پر ورځنیو چارو یې منفي اغېز کړی و.

د دې پروژې د پلي کولو موخه د پل د زیانمنو شویو برخو ترمیم، د خلکو لپاره د تګ راتګ آسانتیا برابرول او د سیمې د ټرانسپورټي وضعیت ښه کول دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به مواصلاتي لارو ته د اوسېدونکو لاسرسی ښه شي او د سیمې د ټرانسپورټي ستونزو لویه برخه به هواره شي.

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي احمدشاه ذهین، د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې یاد ریاست هڅه کوي د قدرتي پېښو له امله د رامنځته شویو زیانونو د جبران او بیارغونې ورته پروژې د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم پلې کړي، ترڅو د خطرونو د کمېدو او د خلکو اړتیاوو ته د لا ښه رسېدنې زمینه برابره شي.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج مولوي نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په دلخکي کلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو جوړولو څلور وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له دفتر سره د هغږۍ پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .