د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۴ شهیدانو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت حصارک ولسوالۍ په علي خېل کلي کې ۴ کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې د سېلاب له امله شهیدان شوي وو، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د هر شهید کورنۍ ته ۲۰,۰۰۰ افغانۍ او ټولټال ۸۰,۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۰۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره