د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٠ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۲:۴۳
News image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د دره نور ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې وویشلې. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسوولینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو وریجې، ٥ کیلو لوبیا، ۷ کیلو بوره، ١ کیلو شین چای، ۲ کیلو خرما، یو باب خېمه او دوه تختې کمپلې ووېشل شوې.
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ، چې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره به د مرستو لړۍ دوام ولري.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱٨ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۲:۰
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې د ۵۳ متره اوږدوالي په درلودلو سره پیل کړې. 

 دغه دیوال به د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د رضاکارانو ټیم جوړ او فعال شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د هېواد په ولایتونو کې د رضاکارانو د ټیمونو د فعالولو بهیر دوام لري. په همدې لړ کې، د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۰:۳۶
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۸ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DACAAR او د ARCI موسسو په ملاتړ، د دې ولایت له مرکز اسعدآباد او بېلابېلو سیمو څخه د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو ۱۷۸ کورنیو ته له. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .