د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٧٧ بېوزله کورنیو ته د نغدي پیسو مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Arada موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په ګوشته ولسوالۍ کې ٧٧ بېوزله کورنیو ته د مسؤلینو په شتون کې، نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته له سروې وروسته د درېم پړاو ٢,٩٤٠ افغانۍ د خوراکي توکو د پېرلو په موخه ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٢٢٦,٣٨٠ ( ٢ لکه، ٢٦ زره، ٣ سوه او ٨٠ ) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې یادې مرستې د وچکالۍ له امله، زیانمنو شوو کورنیو ته ور کړل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/٨/٢١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره